په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې، د لومړي ځل لپاره ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
یوناما ویلي، مېرمن فاطمې په دغه سفر کې د ا.ا له چارواکو، ښځو، قومي مشرانو، سوداګرو، بېرته راستنو شویو کډوالو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره لیدلي او د سیمې د خلکو ستونزې او اړتیاوې یې له نږدې اورېدلې دي.
نوموړې یو ځل بیا له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د ژمنې او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس