د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په اتلانتا کې د شلو سترو اقتصادونو ډلې (G20) د استازو په غونډه کې پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د نړیوال اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.
روبیو ویلي، هېوادونه باید د نوي مالي نظم پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو او ننګونو د مقابلې لپاره ګډ چمتووالی ونیسي او دوهاړخیزې او څواړخیزې همکارۍ پیاوړې کړي.
دغه غونډه چې د نړیوالو اقتصادي ننګونو او ناامنیو تر سیوري لاندې جوړه شوې، تر ډېره د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پالیسیو پر همغږۍ او د راتلونکو اقتصادي هڅو پر پراختیا متمرکزه ده.
دا غونډه د اکټوبر په ۳۰مه پیل شوې او ټاکل شوې نن، د اکټوبر په ۳۱مه، پای ته ورسېږي.
بلخوا، واشنګټن د غونډې په څنډه کې د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډ رسمي انځور اخیستلو پروګرام لغوه کړی دی.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د یو شمېر اروپايي هېوادونو استازو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ترڅنګ په ګډ انځور کې د درېدو پر وړاندې سخت مخالفت او اعتراض څرګند کړ.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس