په پنجشېر ولایت کې ځايي چارواکي وايي، چې د لومړي ځل لپاره د دې ولایت زمرد په قانوني ډول استخراج او وپلورل شول.
یاد ولایت کې ځايي چارواکي وايي زمرد داوطلبۍ له لارې په ۲۴ میلیونه او ۵۶۹ افغانیو وپلورل شول.
د پنجشېر له دوو کانونو د استخراج شویو زمردو د داوطلبۍ لپاره مراسم جوړ شوي وو چې د قیمتي ډبرو لسګونه سوداګرو او کاروباریانو ګډون په کې کړی و.
د زمرد ځینې ټوټې ان تر ۱۵ زه ډالرو پورې هم وپلورل شوې او داسې زمرد هم پکې وو چې ان په درې سوه زره ډالرو وپلورل شول.
د قېمتي او نیمهقېمتي ډبرو د اتحادیې مشر فیصل وايي، دا بهیر په داسې ډول پیل شوی چې هر کان ته جواز ورکړل شوی او معدن کاران او کیندونکي یې په خورا ښه ډول استخراجولی شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس