د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغانانو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. د دې ادارې په وینا، یادې کورنۍ اوس له جدي بشري ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د دې شورا مشر، جاکوپو کاریدي، د جمعې په ورځ ویلي چې د روانو نښتو له امله زرګونه کورنۍ اړ شوې دي چې نورو سیمو ته کډه وکړي. هغه زیاته کړې چې ډېری دغه بېځایه شوې کورنۍ په خرابو شرایطو کې ژوند کوي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو لکه سرپناه، خوړو او روغتیايي خدمتونو بېبرخې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پروسږکال اکتوبر میاشتې راهیسې اړیکي کړکیچن شوي او لارې بندې شوې دي، خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا جګړې سخته شوې دي او تر اوسه په سلګونو کسانو د دې جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس