د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې ترکیه دې د خپلې سادګۍ له امله ستونزې نه ډېروي.
هغه ویلي، دوی له ترکیې سره پر پوله د یو ښار د چارواکو له لوري ترکیې ته روښانه پیغامونه استولي دي او غوښتنه یې ترې کړې ده چې ټولې ستونزې په خبرو حل کېږي او په کار ده چې د مدیترانې ستونزه هم د مذاکراتو له لارې حل شي.
نوموړي زیاته کړې، ترکیه باید له ګواښونو لاس واخلي او د مسائلو حل په خبرو کې ولټوي.
د یادونې ده چې د ترکیې دفاع وزیر پرون اروپایي ټولنې ځانګړې توګه یونان ته ګواښ کړی و چې که چېرته خپلو غیر قانوني اقداماتو ته دوام ورکړي نو د تېر په څېر به سخت پښېمانه شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس