تر شپږو میاشتو ځنډ وروسته د سعودي عربستان حکومت ویلي، د روغتیایي تدابیرو په پام کې نیولو سره یې د حج عمرې مراسم پیل کړي دي.
د سعودي حکومت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د حج عمرې لپاره د خلکو ورتګ پیل شوی او دوی به ټول روغتیایي تدابیر په نظر کې نیسي.
سعودي وایي، عمرې ته ورتلونکي کسان باید ښه روغتیایي وضعیت ولري او ټولې روغتیایي لارښوونې یې باید په نظر کې نیولې وي.
د یادونې ده چې د کرونا وایروس د پراختیا له کبله سږ کال په سعودي عربستان کې د حج مراسم د محدود شمېر خلکو په شتون کې ترسره شول، او له بهره چاته اجازه نه وه چې په دغه مراسمو کې د پخوا په څېر ګډون وکړي.
وروسته تر شپږو میاشتو ځنډ وروسته د سعودي حکومت تېره ورځ د کعبې دروازې د خلکو پرمخ خلاصې کړې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس