ا.ا افغانانو ته د هند له خوا د ویزې د ورکولو د بهیر د پیل په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د څرګندونو هرکلی کړی دی.
د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ملي تلویزیون سره په مرکه کې هیله ښودلې چې هند به افغانانو ته د ویزې د ورکولو لړۍ ژر پیل کړي.
هغه ویلي:” افغانان د روغتیا، تحصیل او سوداګرۍ په برخو کې زیات ضرورتونه لري که هند دغه پروسه پیل کړي نو په دې سره به د زیات شمیر افغانانو ستونزې حل شي او مونږ هیله من یو چې د هند دوست هیواد به د ویزو ورکړه پیل کړي”.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د انټرنیټي پاڼې د راپور له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ( زمري پنځم) د په نوي ډهلي کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال افغانانو ته د ویزې د ورکولو د بهیر د بیا پیلیدو خبر ورکړی وو.
تراوسه د هند له خوا افغانانو ته د ویزو د بیا پیلیدو په اړه ډیر معلومات نشته او دا لا هم څرګنده نه ده چې هند به افغانانو ته په کابل کې د خپل سفارت له لارې او که د ایران او پاکستان په څیر په انلاین بڼه په نوي ډهلي کې د بهرنیو چارو وزارت له لارې ویزې ورکړي.
هند د افغانستان په څو اقتصادي شریکانو په ډله کې دی. تیرکال افغانستان هند ته د ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه په زیاتو پیسو شوداګریز توکي په ځانګړي ډول وچې او تازه میوې صادرې کړې وې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس