Home » سیمه او نړی » کوویدـ۱۹؛د امریکا اقتصاد په بېساري کچه اغېزمن کړی

کوویدـ۱۹؛د امریکا اقتصاد په بېساري کچه اغېزمن کړی

راپورونه وایي چې په امریکا کې کوویدـ۱۹ لا هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

د راپورونو له مخې، کرونا ویروس نه یوازې دا چې ډېر خلک یې وژلي او ډېر شمېر ورباندې اخته شوي دي، بلکې د دغه هېواد اقتصاد ته یې هم سخته ضربه ورکړې ده.

د امریکا د کارګرو وزارت د تازه شمېرو له مخې، یوازې په تېره اوونۍ کې ۸۶۰ زره خلکو د بې روزګارۍ له امله د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

له دې څرګندېږي چې په امريکا کې د استخدام بيا عادي کېدل ورو شوي دي.

په ورته وخت کې، له دوبي راهيسې په دغه هېواد کې د بې کارۍ کچه هم په بېساري توګه لوړه شوې ده.

سربېره پر دې د کرونا وبا پر وړاندې د امريکا د ژغورنې لايحه هم په کانګرس کې د دواړو ګوندونو ترمنځ د کړکېچ په حال کې ده او لا هم تصويب شوې نه ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...