د ننګرهار مسوولین وایي، د ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ یو تن چې عبدالرحمن نومېږي او د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ د ولسوال زوی او نېږدې ۲۱ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحې په مربوطاتو کې تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل پرون په دې اړه په یوه کنفرانس کې وویل، عبدالرحمن ۲۱ ورځې د تښتوونکو په قضه کې و او د شېخ مصري په سیمه ساتل کېده، د کورنۍ نه یې د خوشې کېدو په بدل کې دوه نیم سوه زره امریکایي ډالر غوښتل چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا روغ رمټ ازاد او په تور یې ۵ تنه ونیول شول.
نیول شوي کسان د ملي امنیت په قبضه کې تر څېړنو لاندې دي.
د تښتول شوي عبدالرحمن کورنۍ وایي، تښتوونکو ورته ګواښ کړی و چې که دوه نیم سوه زره امریکایي ډالر ورنه کړل شي، نو عبدالرحمن او د کورنۍ نور غړي به یې ووژني.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس