Home » افغانستان » په ننګرهار کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

په ننګرهار کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د ننګرهار مسوولین  وایي، د ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ   یو تن چې عبدالرحمن نومېږي او د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ د ولسوال زوی او نېږدې ۲۱ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحې په مربوطاتو کې تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل پرون  په دې اړه په یوه کنفرانس کې وویل، عبدالرحمن ۲۱ ورځې د تښتوونکو په قضه کې و او د شېخ مصري په سیمه ساتل کېده، د کورنۍ نه یې د خوشې کېدو په بدل کې دوه نیم سوه زره امریکایي ډالر غوښتل چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا روغ رمټ ازاد او په تور یې ۵ تنه ونیول شول.

نیول شوي کسان د ملي امنیت په قبضه کې تر څېړنو لاندې دي.

د تښتول شوي عبدالرحمن کورنۍ وایي، تښتوونکو ورته ګواښ کړی و چې که دوه نیم سوه زره امریکایي ډالر ورنه کړل شي، نو عبدالرحمن او د کورنۍ نور غړي به یې ووژني.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...