په پاکستان کې د وړیا اوړو د ویش پر مهال په ټیل ماټیل کې ۱۱ تنه مړه شوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې اته تنه په خیبرپښتونخوا او ۳ نور د پنجاب په ولایت کې مړه شوي دي.
پاکستان چې د نغدو پیسو د جدي کمښت سره مخ دی، تېره اونۍ یې د روژې په میاشت کې د بې وزلو کورنیو سره د وړیا اوړو ویش په داسې حال کې پیل کړ چې د توکو بیعې دورمره لوړې شوې چې د دې هېواد په تاریخ کې ساری نه لري.
چارواکو ویلي چې تر اوسه یې په پنجاب کې په خلکو شل میلیونه بوجۍ وړیا اوړه ویشل شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس