Home » اقتصادی » ولسي جرګه:د افغانستان طلایي خزانه له ګواښ سره مخ ده
رویداد خبري آژانس

ولسي جرګه:د افغانستان طلایي خزانه له ګواښ سره مخ ده

د ولسي جرګې غړو د افغانستان بانک کې د وروستیو ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ولسي جرګې غړو نن چهارشنبه جنورۍ۲۷ (سلواغه ۸) د نننۍ ورځې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې اجمل احمدي او د افغانستان بانک چارواکي باید په رسنیو کې د خپرو شوو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي.

د ولسي جرګې غړو دغه راز اندېښنه ښودلې چې په افغانستان بانک کې د کمزوري مدیریت له امله ښايي د افغانستان د اسعارو زېرمو ته زیان ورسېږي او همدا راز د باختر ګنجینې د غلا کېدو او هغه ته د زیان رسېدو خطر هم شته دی.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په نننۍ غونډه کې ویلي چې د باختر ګنجینه باید ژر تر ژره یوه باوري هېواد ته ولېږدول شي او د وضعیت تر سمېدو پورې دې هلته وساتل شي.

د باختر ګنجینه د افغانستان یوه مهمه شتمني ګڼل کېږي چې تاریخي، مادي او معنوي ارزښت لري او په نړیواله کچه له ځانګړي اعتبار برخمن تاریخي اثار دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...