د ولسي جرګې غړو د افغانستان بانک کې د وروستیو ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ولسي جرګې غړو نن چهارشنبه جنورۍ۲۷ (سلواغه ۸) د نننۍ ورځې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې اجمل احمدي او د افغانستان بانک چارواکي باید په رسنیو کې د خپرو شوو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي.
د ولسي جرګې غړو دغه راز اندېښنه ښودلې چې په افغانستان بانک کې د کمزوري مدیریت له امله ښايي د افغانستان د اسعارو زېرمو ته زیان ورسېږي او همدا راز د باختر ګنجینې د غلا کېدو او هغه ته د زیان رسېدو خطر هم شته دی.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په نننۍ غونډه کې ویلي چې د باختر ګنجینه باید ژر تر ژره یوه باوري هېواد ته ولېږدول شي او د وضعیت تر سمېدو پورې دې هلته وساتل شي.
د باختر ګنجینه د افغانستان یوه مهمه شتمني ګڼل کېږي چې تاریخي، مادي او معنوي ارزښت لري او په نړیواله کچه له ځانګړي اعتبار برخمن تاریخي اثار دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس