Home » سیمه او نړی » میانمار کې لاریونونه؛پوځ وروستیو ساعتونو کې ۸۰ لاریون کوونکي وژلي
رویداد خبري آژانس

میانمار کې لاریونونه؛پوځ وروستیو ساعتونو کې ۸۰ لاریون کوونکي وژلي

د راپورونو له مخې د میانمار په ګڼو ښارونو کې عام وګړي له لرګیو او نورو ابتدايي توکو په استفادې د پوځ پر وړاندې درېدلي دي خو پوځ له سپکو او درنو وسلو په استفادې د لاریون کوونکو د ځپلو او پاشلو لپاره کار اخلي.

په وروستیو ساعتونو کې په بېلو ښارونو کې ۸۰ لاریون کوونکو د پوځ له لوري وژل شوي دي.

عیني شاهدان وایي پوځ هېچا ته سړک ته د وتو اجازه نه ورکوي او هر ژوندی موجود چې پر سړک تېر راتېر شي د پوځ له لوري په نښه کېږي.

پر رسنیو او انټرنېټ سخت بندیز لګېدلی دی او پوځ چا ته اجازه نه ورکوي چې له بهر سره اړیکه ټینګه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...