د راپورونو له مخې د میانمار په ګڼو ښارونو کې عام وګړي له لرګیو او نورو ابتدايي توکو په استفادې د پوځ پر وړاندې درېدلي دي خو پوځ له سپکو او درنو وسلو په استفادې د لاریون کوونکو د ځپلو او پاشلو لپاره کار اخلي.
په وروستیو ساعتونو کې په بېلو ښارونو کې ۸۰ لاریون کوونکو د پوځ له لوري وژل شوي دي.
عیني شاهدان وایي پوځ هېچا ته سړک ته د وتو اجازه نه ورکوي او هر ژوندی موجود چې پر سړک تېر راتېر شي د پوځ له لوري په نښه کېږي.
پر رسنیو او انټرنېټ سخت بندیز لګېدلی دی او پوځ چا ته اجازه نه ورکوي چې له بهر سره اړیکه ټینګه کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس