په غور کې د ا.ا مسوولینو د یاد ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د دوو کارخونو د کشف خبر ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کارخونې د دې ولایت د څلورمې لوا له نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو لخوا په دولتیار ولسوالۍ کشف او له منځه وړل شوې دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالرحمن بدري ویلي چې په دې کارخونه کې پنځه زره کیلو ګرامه یامه او یو شمېر نور توکي له نیولکېدو وروسته سوځول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې پرون د غور مسوولینو په یاد ولایت کې د ۲۴ کیلو ګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تور د دریو کسانو د نیولکېدو خبر هم ورکړی و.
د ا.ا مسوولینو تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د نشهيي توکو د کارخونو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی و. پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت، لېږد او استعمال بندیز لګېدلی دی