د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، طالب وسله والو په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د کندهار اروزګان لویې لارې یوه مهمه برخه ویجاړه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، طالب وسله والو پرون چهارشبنې ناوخته د سپتمبر۳۰(تله ۹) د کندهار اروزګان لویه لاره د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تراکتور په وسیله ویجاړه کړې ده.
ملي دفاع وزارت وايي، دغه ساحه د زرګونو خلکو د تګ راتګ یوه مهمه لاره وه چې په ورانېدو سره یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.