Home » افغانستان » د احصايې او معلوماتو عمومي اداره: د احصايې او معلوماتو عمومي اداره: د ۱۴۰۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۳۸۱ زره تذکرې وېشل شوې
د احصايې او معلوماتو عمومي اداره

د احصايې او معلوماتو عمومي اداره: د احصايې او معلوماتو عمومي اداره: د ۱۴۰۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۳۸۱ زره تذکرې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې پر اېکس پاڼه ليکلي، چې يادې ادارې د هېواد په کچه د آسان خدمت او د الکترونیکي تذکرو د ۸۷ وېش څانګو له لارې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو (وری، غویی او غبرګولي) کې ۳۸۱ زره او ۲۰۹ کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې.

د يادې ادرې د معلوماتو پر اساس، ۲۷۹ زره او ۱۳۳ یې نارینه او ۱۰۲ زره او ۷۶ یې د ښځینه‌وو تذکرې دي او په یاده موده کې تر ټولو زیاتې الکترونکي تذکرې (۱۰۲ زره او ۲۲۷) په کابل ولایت کې وېشل شوې دي او تر کابل وروسته ننګرهار د ۳۶ زره او ۳۳۵، هرات د ۳۳ زره او ۲۶۶، کندهار د ۲۱ زره او ۸۸۴
او بلخ د ۱۷ زره او ۵۶۶ تذکرو په وېشلو سره هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې الکترونیکي تذکرې يې هېوادوالو ته ويشل شوې دي.
د معلومات پر بنسټ، د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل تر اوسه ۱۷ میلیونه او نږدې ۸۷۰ زره هېودوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...