د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې پر اېکس پاڼه ليکلي، چې يادې ادارې د هېواد په کچه د آسان خدمت او د الکترونیکي تذکرو د ۸۷ وېش څانګو له لارې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو (وری، غویی او غبرګولي) کې ۳۸۱ زره او ۲۰۹ کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې.
د يادې ادرې د معلوماتو پر اساس، ۲۷۹ زره او ۱۳۳ یې نارینه او ۱۰۲ زره او ۷۶ یې د ښځینهوو تذکرې دي او په یاده موده کې تر ټولو زیاتې الکترونکي تذکرې (۱۰۲ زره او ۲۲۷) په کابل ولایت کې وېشل شوې دي او تر کابل وروسته ننګرهار د ۳۶ زره او ۳۳۵، هرات د ۳۳ زره او ۲۶۶، کندهار د ۲۱ زره او ۸۸۴
او بلخ د ۱۷ زره او ۵۶۶ تذکرو په وېشلو سره هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې الکترونیکي تذکرې يې هېوادوالو ته ويشل شوې دي.
د معلومات پر بنسټ، د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل تر اوسه ۱۷ میلیونه او نږدې ۸۷۰ زره هېودوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس