د افغانستان او متحده عرب اماراتو له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې یوې ورځنۍ لوبې په لومړنۍ پاڼۍ کې افغانستان مقابلې لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې فیصل خان ۱۵۶، محبوب تسکین ۱۴۱ ناسوځېدلي او عزیز الله ۳۷ منډې وکړې.
اوسمهال د روانې لوبې لومړۍ پاڼۍ پای ته رسیدلې او څو شېبې وروسته به افغان لوبډله د هدف د دفاع په موخه د لوبې ډګر ته ښکته شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس