د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې بنګله دېش افغان لوبډلې ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه لوبه پرون (شنبې، د لړم۱۹مه) د افغانستان په کوربه توب د اماراتو په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې ټاس بنګله دېش لوبډلې وګاټه او لومړی یې توپوهنه وکړه چې د ټولو اورونو په لوبولو او د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته د۲۵۳ منډې هدف وټاکه.
د بنګله دېش لپاره په توپوهنه کې نجمالحسین شانتو ۷۶، جېکر علي ۳۷، سومیا ۳۵ او نسوم احمد ۲۵ منډې وکړې.
په افغان توپ اچوونکو کې بیا ننګیال خروټي درې، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه – دوه وېکټې واخیستې.
د لوبې په دویمه پاڼه کې افغان لوبډلې توپوهنه پیل کړه چې په ۴۳.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې.
په افغان توپ وهونکو کې رحمت شاه ۵۲، صدیقالله اتل ۳۹، ګلبدین نایب ۲۶ تر نورو زیاتې منډې وکړې خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.
دغه راز، په توپ اچونه کې د بنګله دېش لپاره نسوم درې، مصتفیضالرحمن او مهدي حسن دوه-دوه، شریفالاسلام او تسکین احمد یوه-یوه وېکټه واخیسته.
د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه به سبا (دوشنبې، د لړم۲۱مه) ترسره شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس