Home » افغانستان » افغان کرکټ ملي لوبډله په دویمه لوبه کې له ماتې سره مخ شوه

افغان کرکټ ملي لوبډله په دویمه لوبه کې له ماتې سره مخ شوه

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې بنګله دېش افغان لوبډلې ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه پرون (شنبې، د لړم۱۹مه) د افغانستان په کوربه‌ توب د اماراتو په شارجه ‏نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې ټاس بنګله ‌دېش لوبډلې وګاټه او لومړی یې توپوهنه وکړه چې د ټولو اورونو په لوبولو او د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته د۲۵۳ منډې هدف وټاکه.‏

د بنګله دېش لپاره په توپوهنه کې ‏نجم‌الحسین شانتو ۷۶، جېکر علي ۳۷، سومیا ۳۵ او نسوم احمد ۲۵ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې بیا ننګیال خروټي درې، الله‌ محمد غضنفر او ‏راشدخان دوه – دوه وېکټې واخیستې.‏

د لوبې په دویمه پاڼه کې افغان لوبډلې توپوهنه پیل کړه چې په ۴۳.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې.

په افغان توپ وهونکو کې رحمت ‌شاه ۵۲، صدیق‌الله اتل ‏۳۹، ګلبدین نایب ۲۶ تر نورو زیاتې منډې وکړې خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

دغه‌ راز، په توپ‌ اچونه کې د بنګله دېش لپاره نسوم درې، مصتفیض‌الرحمن او ‏مهدي حسن دوه-دوه، شریف‌الاسلام او تسکین احمد یوه-یوه وېکټه واخیسته.

د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه به سبا (‏دوشنبې، د لړم۲۱مه) ترسره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...