Home » سیمه او نړی » آیا صوفیه جومات کې د پرون زرګونه کسانو لمونځ ادا کړ
رویداد خبري آژانس
ایا صوفیه جومات

آیا صوفیه جومات کې د پرون زرګونه کسانو لمونځ ادا کړ

پرون د   جمعې په ورځ  ۸۶ کلونو وروسته  په ایاصوفیه جومات کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په ګډون زرګونه کسانو د  جمعې لمونځ ادا کړ.

رویداد خبري آژانس
صوفیه جومات

څو ورځې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اُردغان هغه امر لاسلیک کړ، چې له مخې یې استانبول ښار کې نامتو ودانۍ ایا صوفیه د موزیم پر ځای نور په جومات بدله شي.

دوه نیم زره کاله مخکې دا ودانۍ د کلیسا په موخه جوړه شوې وه، چې لومړی کلیسا، بیا جومات، بیا په موزیم او اوس یو ځلې بیا په جومات بدله شوه.

د راپورونه له مخې پرون د ترکیې په ۸۱ ولایتونو کې د سهار د لمانځه نه وروسته په ټولو جوماتونو کې په دې تړاو د شکرانې دعا هم وشوه.

دا جومات ۸۶ کلونه مخکې د ترکیې د یوه پاچا مصطفی کمال اتاتورک لخوا په موزیم بدل شو او له هغه وروسته دوې اونۍ مخکې د ترکیې سترې محکمې د یوه حکم له مخې بیا جومات کړ.

پر دې پرېکړې په وړاندې د عیسویانو ګڼو مشرانو اندېښنې وښودلې، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې په وړاندي کلک دریځ ونیوه او دا یې د ترکیې داخلې مسئله وبلله.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...