پرون د جمعې په ورځ ۸۶ کلونو وروسته په ایاصوفیه جومات کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په ګډون زرګونه کسانو د جمعې لمونځ ادا کړ.

څو ورځې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اُردغان هغه امر لاسلیک کړ، چې له مخې یې استانبول ښار کې نامتو ودانۍ ایا صوفیه د موزیم پر ځای نور په جومات بدله شي.
دوه نیم زره کاله مخکې دا ودانۍ د کلیسا په موخه جوړه شوې وه، چې لومړی کلیسا، بیا جومات، بیا په موزیم او اوس یو ځلې بیا په جومات بدله شوه.
د راپورونه له مخې پرون د ترکیې په ۸۱ ولایتونو کې د سهار د لمانځه نه وروسته په ټولو جوماتونو کې په دې تړاو د شکرانې دعا هم وشوه.
دا جومات ۸۶ کلونه مخکې د ترکیې د یوه پاچا مصطفی کمال اتاتورک لخوا په موزیم بدل شو او له هغه وروسته دوې اونۍ مخکې د ترکیې سترې محکمې د یوه حکم له مخې بیا جومات کړ.
پر دې پرېکړې په وړاندې د عیسویانو ګڼو مشرانو اندېښنې وښودلې، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې په وړاندي کلک دریځ ونیوه او دا یې د ترکیې داخلې مسئله وبلله.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس