د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو په غزه کې د اسراییلو هوایي بریدونه او تېری غندلي دي. د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان په یوه غونډه کې د ۵۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د اوربند او جګړې د درېدو غوښتنه کړې ...
Read More »قطر: له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په لټه کې یو
په کابل کې د قطر سفیر سعد بن مبارک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزه او سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي په افغانستان کې د پانګونې ...
Read More »هېواد ته وارداتي برېښنا په موقت ډول ونښلول شوه
د افغاستان برېښنا شرکت چارواکي وایي، د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند د طلایي ښارګوټي ته نږدي سیمه کې د وارداتي برېښنا مزې په موقت ډول نښنلول شوی دی. هېواد د وارداتي برېښنا یوه پایه وړمه شپه د نامعلومه وسلهوالو له لوري په بمونو والوزول شوه چې له امله يې ...
Read More »د اسلامي هېوادونو سازمان د فلسطین په اړه بېړنۍ غونډه رابللې
د اسلامي هېوادونو سازمان د فلسطین په اړه بېړنۍ غونډه رابللې د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان په فلسطین کې د وروستي وضعیت په اړه بېړنۍ ناسته رابللې ده. د دغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اسلامي هېوادونه به په نننۍ غونډه کې د ...
Read More »ملګرو ملتونو د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د کړکېچ کمولو غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې یوې مشرې، له ټولو هغو اړخونو چې د اسرائیل او په غزه کې د حماس ډلې ترمنځ د جګړې سبب شوي د کړکېچ کمولو غوښتنه وکړه. د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرې میشل باشله پرون شنبه له جنیوا په یوه ...
Read More »مصر فلسطیني ټپیانو ته خپل سرحد پرانیست
د مصر حکومت له غزې سره خپل یوازینې سرحد پرون نن شنبه ( دغویي ۲۵مه نېټه) پرانیست او فلسطیني ټپیان خپلو روغتونونو ته انتقالوي. په مصر کې د روغتیا د برخې یو چارواکي وویل چې له غزې سره د «رفح» سرحد پرانیستل شو او لس مصري امبولانسونه غزې ته داخل ...
Read More »افغان غر ختوونکو نجونو د بابا غره شافولادي څوکه د دویم ځل لپاره فتحه کړه
بامیان ولایت رسنیز دفتر وایي د افغان غر ختوونکو ټیم اتو نجونو د بابا غره شافولادي څوکه د دویم ځل لپاره فتحه کړه. د دغه ولایت دفتر په اعلامیه کې راغلي، په دې ټیم کې عاقله هاشمي، فاطمه سلطاني، زهرا کریمي، حسینا حسینزاده، مبارکه محمدي، اژیناجهانبین، مرضیه مهاجر او ریحانه ...
Read More »کندوز کې د طالبانو احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره تازه دمي کومانډو ځای پر ځای شوي
د کندوز ځایي چارواکي او خلک وایي، د دغه ولایت مرکز په څنډو کې د وسلهوالو طالبانو فعالیتونه ډېر شوي او د دې وېره شته چې یو وار بیا تر بریدونو لاندې راشي. دوی ټینګار کوي، چې د کندوز مرکز شاوخوا سیمو کې جګړې روانې دي او هېڅوک نهشي کولای ...
Read More »د ایران د قضا مشر د ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی
د ایران د ولسمشرۍ په را روانو ټاکنو کې، د دغه هېواد د قضا مشر چې له تندلارو روحانیونو څخه دی ځان کاندید کړی. ابراهیم رییسي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سره نژدې اړیکي لري پرون شنبه د احتمالي کاندیدانو د ثبت په وروستۍ ...
Read More »کورنیو چارو وزارت: د برېښنا پایو ویجاړول ترورېستي عمل دی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د برېښنا پر پایو حمله او د هغوی ویجاړول ترورېستي عمل دی. د یاد وزارت مرستیال ویاند سید حامد روشن پرون رسنیو ته وویل، پولیسو ته د دغو پایو د تخریبوونکو په وړاندې د جدي اقدام سپارښتنه شوې ده. ښاغلی روشن زیاتوي: “د ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس