د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي بهرنیانو د افغان سولې له بهیر ځان ته د خپلو ګټو پروژه جوړه کړې ده. نوموړي نن په کابل کې د سولې یوې غونډې ته وویل،د جګړې دواړو لورو ته پکار ده چې دغه بهیر له پروژهتوب وباسي او ملي بهیر ته یې واړوي. ښاغلي کرزي دغه راز د سولې روان بهیر باید ملي شي او مشري یې دې د افغانانو لاس ته ولوېږي: بهرنیان افغانستان ته سوله نهشي راوستی، ځکه دوی ټول خپلې ګټې لري، نو دا د افغانانو کار او مسوولیت دی چې په دې حساسو شرایطو کې خپلې ګټې وپالي او یو موټي شي. هغه د خپلو خبرو پرمهال له طالبانو وغوښتل چې راشي او بامیانو کې د سولې روان مذاکرات پرمخ یووسي. که څه هم د افغان حکومت د مرکچي ډلې یو شمېر غړي په دوحه کې دي، خو اوږده موده شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په اړه کومه ناسته نه ده شوېږ
Read More »د ایران یوشمېر سیاسي تنظیمونو د ولسمشرۍ ټاکنو د بایکاټ کېدو غوښتنه وکړه
د ایران د جمهوري غوښتونکو اتحاد، فدایان خلق او د ایران د جمهوري غوښتونکو پیوستون سیاسي تنظیمونو د دغه هېواد د جون میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو د بابکاټ کېدو غوښتنه وکړه. دې درېیو ګوندونو چې له ایرانه بهر مېشت دي، په یوه اعلامیه کې ویلي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ...
Read More »بایډن: د روسیې پر ولسمشر به فشار راوړم چې د بشري حقونو درناوی وکړي
د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، دی به پر خپل سیال د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین چې کله ورسره په جون کې ګوري، فشار راوړي چې د بشري حقونو درناوی وګړي. ټاکل شوې چې دواړه ولسمشران د جون په ۱۶مه د سویس په جنوا ښار کې سره وګوري. دغه ...
Read More »هند له امریکايي لوړپوړ چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې
د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په امریکا کې دی او هلته یې ددغه هېواد له بېلو لوړپوړ چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. نوموړي د امریکا ددفاع له وزیر سره هم کتلي دي او دوی ته یې واضح ...
Read More »د چلسي فوټبال ټیم یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله
د چلسي فوټبال ټیم له کلونو وروسته یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله. د اروپا د اتلانو لیګ فاینل ته دوه انګلیسي ټیمونه وتلي وو. د چلسي او منچسټر سیټي ترمنځ فاینل لوبه د پرتګال په پورټو ښار کې وشوه. په پایله کې یې د چلسي ...
Read More »لسګونه روسي ډیپلوماتان له چک جمهوریت نه ووتل
لسګونه روسي ډيپلوماتانو د چک جمهوریت له امر سره سم روسیې ته روان شول. روسي رسنیو لیکلي، ۵۴ ډيپلوماتانو یې له خپلو کورنیو سره یو ځای چک جمهوریت پرېښود او روسیې ته لاړل. د روسیې دولتي آژانس ټاس ویلي، چې پرون شنبه ۵۴ ډیپلوماتان له خپلو کورنیو سره یو ځای ...
Read More »د افغانستان او سنګاپور د فوټبال لوبه مساوي شوه
د افغانستان او سنګاپور د فوټبال ټیمونو ترمنځ دوستانه لوبه یوه د یوه په وړاندې په مساوي ډول پای ته ورسېده. دا لوبه پرون ماښام په متحده عربي کې وشوه. دا نړیوال جام او اسیایي جام ته د لار موندنې له مسابقو مخکې د افغانستان د ټیم دوهمه تمریناتي سیالۍ ...
Read More »بورېس جانسون په یو لړ پټو مراسمو کې واده وکړ
بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد صدارعظم بورېس جانسون په یوه لړ پټو مراسمو کې له خپلې کوژدنې کـري سیموندس سره وداه وکړ. د رسنیو راپور له مخې، دغه مراسم پرون ماسپښین د ویست منسټر په کلیسا کې هغه وخت وشول چې لومړی کلیسا ته ورغلو کسانو ته ...
Read More »کرنې وزارت: تېرکال په هېواد کې یو زر او ۲۹۸ ټنه د شړشمو غوړي ترلاسه شوي
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د تېرکال په ترڅ کې د هېواد د شړشمو له کروندو څخه یو زر او ۲۹۸ ټنه غوړي تر لاسه شوي دي. دغه وزارت د یوه اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی شمېرې ښيي چې تېرکال د هېواد ...
Read More »بایډن راتلونکې کال لپاره ۳،۳ میلیارده ډالرو بودجه افغان ځواکونو ته ځانګړې کړې ده
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن راتلونکي کال په بودجه کې له افغانستان سره د نظامي مرستو کچه لوړه کړې ده. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د بايډن ادارې ټولټال ۷۱۵ میلیارده ډالر دفاعي بودجه وړاندیز کړې ده چې په دې کې د افغانستان لپاره ۳،۳ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس