د غزې د روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه د اوربند له پیل راهیسې په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۱۶۴۷ تنو ته رسېدلی دی. د دغه وزارت په وینا، یوازې د یکشنبې په ورځ څلور نور فلسطینیان وژل شوي، چې یو یې د ...
Read More »د افغانستان او ایران ترمنځ د زرګرۍ صنعت کې د ګډو همکاریو پراختیا
د ایران د سرو زرو د صنعت ۱۵ سوداګر او فعالان کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغان سوداګرو له استازو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو پانګونو، تولیدي فعالیتونو، د عصري ټکنالوژۍ د لېږد او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.په ...
Read More »عامې روغتیا وزارت؛ افغانستان د B2B ناسته کې ګډون وکړ
د ا.ا د روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت د مسؤلینو سربېره د هند، ترکیې، ایران او افغانستان د بېلابېلو شرکتونو استازو ترمنځ د B2B ناسته ترسره شوه د ياد وزارت په خبره په دغه ناسته کې د يادو هېوادونو د اړوند شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د ...
Read More »د شکرې نړۍواله ورځ؛ ناروغان د درملنې له لوړو لګښتونو شکایت لري
د شکرې ناروغۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله کابل کې یو شمېر ناروغان وايي، د درملنې د لوړ لګښت له امله د خپل روغتیايي وضعیت منظمه څارنه نشي کولای. ورته مهال، د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي هم د تشخیص او درملنې د مرکزونو نشتوالی، د متخصصو ډاکټرانو کمښت او د ...
Read More »د ایټالیا حکومت د مېټا لوی شرکت ۸۸۷ میلیون ډالر جریمه کړی
د ایټالیا حکومت اعلان کړی چې د ټولنیزو شبکو لوی شرکت (مېټا) د کاروونکو شخصي ویډیوګانو او عکسونو ته د لاسرسي له امله ۸۸۷ میلیون ډالر جریمه کړی دی. د ایټالیا د معلوماتو خوندیتوب ادارې ویلي، چې مېټا د شاوخوا ۲۰ میلیون ځیرکو ټیلیفونونو کاروونکو ته په سمه توګه نه ...
Read More »د زدهکړو د فرصتونو په پراختیا کې د انلاین زدهکړو رول
انلاین زدهکړې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د یو شمېر ځوانانو لپاره د زدهکړو د دوام او د پوهې ترلاسه کولو پر یوې اړینې لارې بدلې شوې دي؛ داسې لاره چې د درسي مضمونونو ترڅنګ یې د نویو مهارتونو د زدهکړې او د کار بازار ته د چمتووالي ...
Read More »د جرمني بن ښار کې د طایر ځلاند د درېیو نویو کتابونو مخکتنه وشوه
د افغانستان د مطالعاتو او همکاریو مرکز د نومبر په ۱۳مه د جرمني په بن ښار کې د شاعر، لیکوال او ژباړن طایر ځلاند د درېیو نویو کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه کړه، چې ګڼو پښتو او دري ژبو فرهنګیانو او ادبپالو پکې ګډون کړی و.په دغو کتابونو کې «د ...
Read More »ملا برادر د جوزجان د یتیمتاق د ګازو له سیمې لیدنه کړې
د ا.ا د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د جوزجان ولایت د یتیمتاق د ګازو له سیمې لیدنه کړې او د ګازو د استخراج او پروسس بهیر یې له نږدې څارلی دی. د افغان ګاز دولتي شرکت د مسوولینو په وینا، اوس مهال په یتیمتاق سیمه کې اووه څاهګانې ...
Read More »د پاکستان په راولپنډۍ کې ۱۳ افغان کډوال نیول شوي
راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د پلټنېزو عملیاتو پر مهال ۱۳ افغان کډوال نیولي، چې اته تنه یې ښځې دي. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، نیول شویو افغانانو د پلټنو پر مهال د استوګنې معتبر اسناد نه دي وړاندې کړي او ...
Read More »کندهار کې د مسافروړونکي ترمینل چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې
د ا.ا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کندهار ولایت په باغ پل سیمه کې د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري مسافروړونکي ترمینل د جوړولو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي. دغه وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په یاد ترمینل کې د مسافرو او ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس