د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان «ډیلټای» انرژۍ شرکت له یوه پاکستاني شرکت سره د ۳۰ میلیارد ډالرو پانګونې د امکاناتو ارزولو هوکړه کړې ده.ويل کيږي چې په دې پروژه کې د افغانستان د طبیعي ګازو، په ځانګړي ډول د کشک سیمې د زېرمو د کارولو امکان هم ارزول ...
Read More »تاجکستان؛ له افغانستان سره پر ګډه پوله د ګډ بازار جوړولو وړاندیز کړی
د تاجکستان سفیر سعدي شریفي له افغانستان سره پر ګډه پوله د یوه ګډ بازار جوړولو لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریفي په کابل کې د دې خونې له عمومي رییس سیدکریم هاشمي سره لیدلي ...
Read More »اوچا د ۸۲۴ زره افغانانو لپاره ۱۸ میلیونه ډالر بیړنۍ مرسته ځانګړې کړه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د ۸۲۴ زره زیانمنونکو خلکو د ملاتړ لپاره د ۱۸ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې منظوري ورکړې ده. اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ژمي په رارسېدو سره د خوړو نهخوندیتوب او بشري اړتیاوو د زیاتوالي له ...
Read More »د قطر او بریتانیا چارواکو د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو کړکېچونو په اړه خبرې کړې دي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي، د سېشنبې په ورځ د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریتانیا د دولت له وزیر سټیفن ډاوټي سره لیدلي دي. د قطر د بهرنیو ...
Read More »ننګرهار کې پر ۲۱۵۳ جریبه ځمکه ممپلي کرل شوي
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پر ۲۱۵۳ جریبه ځمکه ممپلي کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ترې شاوخوا ۱۱۱۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي. مسوولینو همداراز ويلي چې د ممپلیو د کښت د پراختیا او ...
Read More »وروستي ورښتونه؛ د اوبو د سرچینو لپاره یو فرصت او د بزګرانو کرنیزو فعالیتونو لپاره ننګونه
د هېواد په ځینو سیمو کې وروستیو ورښتونو د اوبو د سرچینو پیاوړتیا او د کرنیز وضعیت ښه کېدو لپاره هیلې رامنځته کړې؛ خو د دې فرصتونو ترڅنګ د ورښتونو شدت او په نامناسب وخت کې ورېدنه په ځینو سیمو کې کرنیزو ځمکو او د بزګرانو حاصلاتو ته زیانونه اړولي ...
Read More »جلالي: له افغانستان پرته د سیمې اقتصادي نښلونې تصور له واقعیت لېرې دی
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په غونډه کې د ا.ا ته د بلنې نه ورکولو په غبرګون کې ویلي، له افغانستان پرته د سیمې د اقتصادي یوځای کېدو او نښلونې تصور له واقعیت لېرې. جلالي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، ...
Read More »د زغم نړۍواله ورځ؛ پر درناوي، یو بل منلو او سولهییز ژوند ټینګار
د نومبر شپاړسمه د زغم له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ هر کال فکري، کلتوري او ټولنیزو توپیرونو ته د درناوي، د نورو د نظرونو د منلو او د ټولنې د بېلابېلو وګړو او ډلو ترمنځ د رغنده خبرو اترو د دودولو په موخه نمانځل کېږي.د زغم معنا ...
Read More »په امریکا کې د الوتنو پراخه ګډوډي؛ زرګونه الوتنې لغوه او ځنډېدلې دي
په امریکا کې د هوايي الوتنو ګډوډي پرلهپسې درېیمې ورځې ته وغځېده او یوازې د یکشنبې په ورځ څه باندې ۱۱ زره او ۵۰۰ الوتنې لغوه یا ځنډول شوې دي. رویټرز خبري اژانس د «فلایټاِویر» وېبسایټ د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۲ زره ...
Read More »په تایلنډ کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د تایلنډ په پوکېټ ټاپو کې په یوې سوداګریزې ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. پېښه د دوشنبې په سهار د پاتونګ سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اور د ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس