په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي وایي، چې وسله الوطالبانو له ایران سره پر پوله د افغانستان یو اصلي بندر اسلام قلعه او تور غونډۍ ګمرک په ګډون د دغه ولایت درې ولسوالۍ نیولې دي. په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د خلکو استازي محمد رضا ...
Read More »زلمی خلیلزاد: طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد وايي، داسې فکر کوي چې وسله والو طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې ده، خو نوموړي یو ځل بیا ټينګار کړی چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نه لري. زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې ...
Read More »د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره:په زابل کې د اوبو او بریښنا څلور لوی بندونه جوړیږي
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، چې په زابل ولایت کې د اوبو او برېښنا څلور بندونه په لاره اچول شوي چې ډېر ژر به یې د جوړولو چارې پیل شي. دغه ادارې پرون د چهارشنبې په ورځ (دچنګاښ ۱۶مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه ...
Read More »ترکیه او امریکا:د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر پر امنیت مو رغنده خبرې لرلې
ترکیه وايي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په اړه یې له امریکا سره مثبتې او ګټورې خبرې لرلې دي. ترکیې ویلي چې ددفاع وزیر خلوصي اکار له خپل امریکایي سیال لائید آستن سره د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت پر تامین خبرې کړې دي او دا خبرې ...
Read More »عرب نیوز:د افغانستان نا امني به ګاونډیو ته په ستر سر خوږي بدله شي
عرب نیوز په یوه مطلب کې ویلي چې تر دې دمه لا د افغانستان ځینې ولسوالۍ طالبانو نیولې دي خو سر له اوسه ګاونډیو هېوادونو ته اندېښنې پیدا شوې دي او په پولو کې یې تدابیر سخت کړي دي. په دغه مطلب کې راغلي چې په افغانستان کې د نا ...
Read More »ینس سټولټنبرګ: د افغانستان پر وروستي امنیتي وضعیت خبرې روانې دي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د افغانستان اوسني وضعیت له نږړې څارل کېږي او زیاتوي چې په دې اړه یې په خپلو کې منځونو کې خبرې روانې کړي دي. سټولټنبرګ زیاته کړې، چې له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د وتلو په اړه یې د ناټو او امریکايي ځواکونو ...
Read More »فوټبال؛ایټالیا هسپانیا ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه
د اروپا د ملتونو جام د سیالیو په لړ کې تېره شپه ایټالیا هسپانیا ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار وموندله. د ایټالیا او هسپانیا ترمنځ دې سیالۍ کې لومړی ګول ایټالیا په شپېتمه دقیقه کې وواهه چې وروسته هسپانیا هم په اتیایمه دقیقه کې ګول وکړ او ...
Read More »د برېښنا پرچاوي؛ د ایران ولسمشر له خپل ولس څخه بښنه وغوښته
د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپل هېوادوالو څخه بښنه غوښتې او په دغه هېواد کې یې د برېښنا د پرچاو کېدو له امله د خلکو اعتراضونو ته درناوی کړی. روحاني پرون د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵ مه نېټه) اعتراضکوونکو ته د «ګران» کلمه وکاروله او زیاته ...
Read More »اروپايي ټولنې؛د ایران پر تازه اټومي فعالیتونو اندېښنه ښوودلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ایران تازه په راکټورونو کې د شل سلنې خالصو یورانیمو کارول پیل کړي دي چې دا له اټومي هوکړې ښکاره سرغړونه ده. اروپايي ټولنې هم ویلي چې که ایران په رښتیا د مذاکراتو نیت لري نو ښه به وي چې له ورته پاروونکو ...
Read More »د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی
په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر وایي یو پلاوی یې ایران ته تللی دی او د روان وضعیت په اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې اترې لري. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۶مه نېټه) په خپله ...
Read More »