د روسيې ټاس خبري اژانس د دې هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين په حواله راپور ورکړی، چې د نړيوالو بنديزونو د مقاومت په صورت کې د روسيې اقتصادي وضعيت د ثبات پر لور روان دی. پوتين ويلي، د روسيې اقتصاد او د دې هېواد پولي واحد «روبل» ارزښت ثبات پر اوکراين ...
Read More »امنيتي چارواکي: کابل کې درېيو چاودنو ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د کابل ښار ۱۸مې امنيتي حوزې اړوند دشت برچي سيمه نن سېشنبه له غرمې وړاندې (برېځر) شاوخوا ۱۰ بجې د (وري په ۳۰مه) يو پر بل پسې د درېيو چاودنه شاهده وه. لومړۍ چاودنه په سيمه کې يوه ښوونيز مرکز ته څېرمه او تر لږ ځنډ وروسته بيا دوې چاودنې ...
Read More »روسيې د اوکراين پر ختيځو سيمو بريدونه پيل کړي
اوکرايني چارواکو خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د دې هېواد په ختيځ کې پر دونباس سيمه بريدونه پيل کړي او د چارواکو په خبره په دې بريدونو کې درنې وسلې کاروي. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي هم د دغه هېواد پر ختيځ د روسي ځواکونو بريدونه تائيد کړي او له ...
Read More »د افغان کډوالو د وضعيت ارزنې په موخه حکومتي پلاوی ايران ته ځي
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نوموړي وزارت سرپرست اميرخان متقي د ايران له بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان سره په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو، د دواړو هېوادونو پر اړيکو او دغه راز پر اقتصادي همکاريو خبرې کړي. د خبرپاڼې له مخې په دې ټليفوني ...
Read More »پاکستان کې د سرېلنکايي وګړي د وژلو له امله ۶ کسان پر اعدام محکوم شول
د پاکستان محکمې هغو لسګونه کسانو ته سزا اورولې چې د پنجاب ايالت په سيالکوټ کې يې دين ته د سپکاوي په تور د پريانتا کمارا په نوم يو تن سرېلنکايي وګړی وژلی و. د محکمې د پرېکړې له مخې، په ياده قضيه کې د دخيلو ۸۸ کسانو له ډلې ...
Read More »ملګري ملتونه: د اوکراين له امله به افغانستان له پام ونه غورځول شي
ملګرو ملتونو د هغو اندېښنو په تړاو چې ګواکې په اوکراين کې د روان ناورين له امله به د افغانستان او ځينو نورو هېوادونو ناورين شا ته واچول شي ډاډ ورکړی، چې د اوکراين کړکېچ له افغانستان سره د مرستو پر دوام اغېز نه شي کولی. د دې سازمان د ...
Read More »“اسلاماباد کې د افغانستان له سفارت د خلکو شکايتونه زيات شوي”
په اسلاماباد کې د افغانستان له سفارت خلک شکايت کوي چې پر وخت يې ستونزو ته رسېدنه نه کېږي او دغه راز د افغانستان وېزې ترلاسه کولو په موخه د ډېرې مودې لپاره په تمه پاتې کېږي. خبريال طاهرخان په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، دا مهال په اسلاماباد ...
Read More »د پښتونخوا په ګڼو ښارونو کې پر خوست د هوايي بريد خلاف لاريونونه شوي
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلويانو د پاکستان له لوري پر خوست او کونړ د هوايي بريدونو په غبرګون، په قبايلو او د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پراخ لاريونونه کړي. د دې غورځنګ غړو ويلي، چې پرون شنبه د (وري په ۲۸مه) يې په شمالي وزيرستان، بنو، دېره ...
Read More »روسيه: د اوکراين ماريوپول ښار په بشپړه توګه تصفيه او نيول شوی
د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراين مهم ماريوپول ښار يې په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوستی او دا مهال د ياد ښار په ټولو نقظو کې روسي سرتېري ميشت شوي دي. د روسيې دفاع وزارت وياند اېګور کوناشينکوف ويلي، چې په نوموړي ښار کې اوکرايني ...
Read More »مجاهد: د حکومت په رسميت پېژندلو لپاره نړيوالو ته هېڅ پلمه نه ده پاتې
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، سرپرست حکومت ټول هغه معيارونه چې د نړيوالو له لوري رسميت پېژندلو ته اړين دي، پوره کړي دي. نوموړي نن يکشنبه د (وري په ۲۹مه) د کابل په هوايي ډګر کې د متحده عربي اماراتو له لوري تازه افغانستان ته د لېږل شوو ...
Read More »