Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 79)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

ايراني سوداګرو خوست کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

په کابل کې د ايران د سفارت يو پلاوی د لومړي ځل لپاره خوست ولايت ته تللی او دغلته يې د ايراني سوداګرو لپاره د پانګونې په موخه وضعيت ارزولی دی. دې پلاوي ويلي، ايراني پانګوال او سوداګر چمتوو دي چې په خوست کې پانګونه وکړي او هم په دې ...

Read More »

د بندرونو عصري کولو په موخه له بهرنۍ کمپنۍ سره د قرارداد کولو پرېکړه وشوه

د رئيس‌الوزرا لومړي مرستيال عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسيون په يوه تازه اقدام کې پرېکړه کړې، چې د هېواد ټولو بندرونو د عصري کولو په موخه دې د DP World په نوم له بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد وشي. د دې کمېسيون په پرېکړه کې ويل شوي، چې د قرارداد ...

Read More »

د پاکستان کورنيو چارو وزير عمران خان ته د نيولو ګواښ کړی

د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله په يوه تازه بيان کې ګواښ کړی، چې د مخکيني لومړي وزير عمران خان په تړاو محکمې ته د ورکړل شوي ضمانت له پای ته رسېدو وروسته به نوموړی ونيول شي. نوموړي دا څرګندونې له پېښور څخه اسلام‌اباد ته د عمران خان له ...

Read More »

هند کې د ټرافيکي پېښې له امله ۲۲ تنه وژل شوي

هندي چارواکو خبر ورکړی، چې د دې هېواد شمال لورته په يوه غرنيزه سيمه کې يو مسافر وړونکی بس موټر له سړک اوښتی او د چپه کېدو په ترڅ کې يې ټول‌ټال ۲۲ تنه سوارلۍ وژل شوي دي. پوليسو ويلي چې ياده پېښه په اتر اکهند ايالت کې پرون يک‌شنبه ...

Read More »

پښتين په قبايلي سيمو کې د نوې جګړې د احتمالي پيلېدو خبرداری ورکړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون يک‌شنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) د سوېلي وزيرستان په واڼه کې لويه ولسي غونډه چې د نوموړي غورځنګ زرګونه پلويانو په کې ګډون کړی و، ترسره کړه. دې غونډه د وينا پرمهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وويل، چې په قبايلي سيمو ...

Read More »

افغان لوبډله نن د زيمبابوې پر وړاندې د کرکټ دويمه لوبه ترسره کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) د ۲۰۲۳ زېږديز کال د نړيوال جام سوپر ليګ سياليو په لړ کې خپله دويمه يو ورځنۍ لوبه د زيمبابوې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې افغان لوبډله له زيمبابوې ...

Read More »

ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم بحراني دی

ملګرو ملتونو يو بيا په افغانستان کې پر موجوده بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم په دې هېواد کې بشري وضعيت د ناورين په کچه کې پاتې دی. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR تازه نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) ...

Read More »

حکومت په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ محدودېدو په تړاو د امريکا راپور رد کړ

اسلامي امارت د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت هغه راپور رد کړ، چې په کې يې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ د محدودېدو ادعا کړې وه. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په خپل راپور کې چې پرون شنبه د (غبرګولي په ۱۴مه) يې خپور کړی ويلي، چې ...

Read More »

بنګلدېش کې د چاودنې له امله ۱۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بنګلدېش په سوېل ختيځ ته په پراته سيتاکنډا ښار کې يوې چاودنې له سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په دې اړه خپرو شوو راپورو کې ويل شوي، چې چاودنه د نوموړي ښار په يوه ګودام کې شوې او په ياد ګودام کې کيمياوي مواد ساتل کېدل. ...

Read More »

نن په سوېلي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لويه غونډه ترسره کوي

ټاکل شوې نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري پراخه ولسي غونډه ترسره شي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له رويداد خبري اژانس سره په خبرو کې وايي، چې په دې غونډه کې به د نوموړي غورځنګ د ...

Read More »