Home » سیمه او نړی (page 42)

سیمه او نړی

تحریک طالبان پاکستان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ چترال کې نښتې روانې دي

په چترال کې لا هم د پاکستان د پوځیانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ وسله‌والې نښتې روانې دي. د خیبرپښتونخوا په چترال کې چارواکي وايي، د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو ترمنځ له تېرې چهارشنبې نښتې لا هم روانې دي او دواړو خواوو پر يوه او ...

Read More »

سوډان کې د پوځ مشر د شخړې په حل کې د افریقایي ټولنې مرسته رد کړې

د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان وايي، دوی د سوډان د نږدې پنځه میاشتنۍ شخړې د حل لپاره افریقايي ټولنې ته اړتیا نه لري. نوموړي پرون شنبه دا څرګندونې داسې وخت کړي، چې په دغه هېواد کې د وروستیو شخړو د مړو شمېر له ۷۰۰۰ زیات شوی دی. د ...

Read More »

اوکرایین جګړه؛ پر کیېف د روسي ډرونونو یو برید شنډ شوی

د اوکرایین پوځي چارواکي وایي د یکشنبې سهار وختي یې د دغه هېواد د پلازمېنې کیېف فضا کې شاوخوا شل روسي ډرونونه ویشتلي او په دې توګه یې نسبتآ یو ستر برید شنډ کړی دی. دوی ویلي چې په دغه برید کې ایراني “شاهد” ډرونونه کارول شوي وو. اوکراییني چارواکي ...

Read More »

د مراکش زلزله؛ پاچا درې ورځنۍ ملي ماتم اعلان کړی

د مراکش کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ریختر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی او همدومره نور ټپیان دي. دغه وزارت زیاته کړې چې له ۱۴۰۰ د ډېرو کسانو ټپونه ژور دي او دا چې ډېره مرګ ...

Read More »

افریقایي ټولنې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو غړیتوب ترلاسه کړ

افریقایي ټولنې، چې پنځه پنځوس غړي هېوادونه لري، نن د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل غړیتوب ترلاسه کړ. د هند صدراعظم نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د جي شل غونډې د پرانیستو پر مهال د افریقایي ټولنې د غړیتوب هرکلی وکړ او ویې ویل چې ...

Read More »

مراکش کې زورورې زلزلې څه باندې ۸۰۰ کسان وژلي

یوې زورورې زلزلې د مراکش مرکزي برخې لړزولې او د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت مسوولینو په وینا له همدې کبله ۸۲۰ کسان وژل شوي، تر ۳۲۰ ډېر ژوبل شوي دي. د مراکش د کورنیو چارو وزارت ویلي، د وژل شویو شمېر تر ۸۰۰ کسانو اوښتی او د ۲۰۵ روغتیايي ...

Read More »

ناټو: اوکرایني سرتېرو د روسي ځواکونو پر وړاندې پرمختګونه کړي

د ناټو سرمنشي وايي چې اوکرایني ځواکونه توانېدلي د روسیې له دفاعي کرښو واوړي او د روسي ځواکونو پر وړاندې په خپلو ځوابي عملیاتو کې پرمختګونه وکړي. ینس سټولټنبرګ پرون پنجشنبه د اروپايي ټولنې قانون جوړوونکو ته په خبرو کې وویل چې د اوکراین ځواکونه د روسي پوځیانو په وړاندې ...

Read More »

پاکستاني چارواکي: د ‘تحریک طالبان پاکستان’ د وسله‌والو پرونی برید په افغانستان کې پلان شوی

د تحریک طالبان پاکستان د لسګونه وسله‌والو په برید کې د پاکستان څلور پوځیان وژل شوي دي. رسنیو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې په حواله راپور ورکړی چې دغه برید چهارشنبه سهار مهال د افغانستان پولې ته نژدې په چترال سیمه کې شوی دی. د جرمني ‘ډي پي ...

Read More »

د روسیې بیرغ به د پاریس په المپیک لوبو کې ښکاره نه شي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون چهارشنبې ټینګار وکړ چې د روسیې بیرغ به د پاریس د المپیک په لوبو کې ښکاره نه شي ځکه روسیه اوسمهال جنګي جرمونه ترسره کوي. مکرون دغه څرګندونې سپورټي لیکوایپ ورځپاڼې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امکان شته چې روسي ...

Read More »

د پاکستان چارسمبال لومړی وزیر: سعودي راتلونکو ۵ کلونو کې پاکستان کې ۲۵ میلیارد ډالر پانګونه کوي

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي سعودي عربستان له راتلونکو دوو تر پنځو کلونو په پاکستان کې ۲۵ میلیارد ډالر پانګونه کوي. انوار الحق کاکړ په دې موده کې د منځني ختیځ د نورو هېوادونو لخوا هم پاکستان کې د ۲۵ میلیارد ډالرو پانګونې هیله ښودلې ده. هغه هممهاله دا ...

Read More »