د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ویلي چې امریکا او بریتانیا په تېرو څو ساعتونو کې ۵۰ ځله د یمن ځینې سیمې خپلې موخې ګرځولې دي. نوموړي ټینګار کړی چې یاد بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» د امریکا او بریتانیا د ...
Read More »پاکستان د ثبت شویو افغانانو د اوسېدونې موده وغځوله
د پاکستان لنډمهالي حکومت پریکړه کړې چې په پاکستان کې د هغو افغانانو د اوسېدو موده تر دوو نورو میاشتو پورې وغځوي چې په قانوني توګه په یاد هېواد کې ژوند کوي. د راپورونو له مخې، د پاکستان لنډمهالي حکومت د کابینې غونډې او د یاد هېواد قومونو او قبایلو ...
Read More »ملګرو ملتونو په غزه کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې
د یونیسف چارواکو په غزه کې روان بشري ناورین ته په اشارې ویلي چې هلته د روانې حګړې له امله تر دې دمه ۱۷ زره ماشومان له خپلو کورنیو څخه لرې شوي او جدي رواني څارنې ته اړ دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اجرايوي مدیر، کاترین راسل ...
Read More »امریکا په عراق او سوریه کې ۸۵ اهداف ویشتلي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» وایي چې په سوریه او عراق کې یې د ایران پلوه قدس سپاه او ورسره تړلو ډلو ۸۵ اهداف په نښه کړي دي.سنتکام په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا بریدونه تېره شپه د سلواغې ۱۳مه شوي دي.د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په اعلامیه ...
Read More »په یوه شپه او ورځ کې ۶۰۰ اوکرایني عسکر وژل شوي
د روسیې دفاع وزارت وایي چې د اوکرایني ځواکونو تازه بریدونه یې په شا تمبولي او په دې جګړه کې ۶۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي دي. د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، چې دا عملیات پرون جمعه د سلواغې ۱۳مه شوي او په دونتسک سیمه کې اوکراین ...
Read More »لاهه محکمې د روسیې پر وړاندې د اوکراین تورونه رد کړل
د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) د اوکراین لخوا ‘د نړیوالو قوانینو د سرغړونې او د روسیې لخوا د ترهګرۍ د تمویل’ تورونه بې اساسه بللي دي. د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې رییس «جوان دونوګهو» ویلي چې په دې برخه کې یې د اوکراین ډېری شکایتونه بېبنسټه بللي او ...
Read More »مجاهد: په افغانستان کې د القاعدې د مرکزونو په اړه د امنیت شورا راپور ناسم دی
د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د القاعدې د مرکزونو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور له حقیقته لرې بللی دی. مجاهد نن پنجشنبه د سلواغې ۱۲مه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: “ا.ا دغه تور په کلکه ردوي.” نوموړی زیاتوي چې ...
Read More »مجاهد: د کابل غونډه د دوحې د پیلېدونکې غونډې لپاره ګټوره وه
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد له سیمهییزو هېوادونو غواړي چې په اقتصادي برخه کې د دوی لاسته راوړنې په پام کې ونیسي او په افغانستان کې د ثبات پر تامین تمرکز وکړي. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د سیمهییز ابتکار غونډه د نورو غونډو په ځانګړې توګه د ...
Read More »روسیې او اوکراین ۴۰۰ زندانیان تبادله کړل
د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې مسکو او کیف چهارشنبې د سلواغې ۱۱مه ۴۰۰ بندیان تبادله کړي دي. د روسیې دفاع وزارت چهارشنبې د سلواغې ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کیف ۱۹۴روسيي عسکر خوشي کړي دي. بلخوا د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي هم په خپله اېکس ...
Read More »یمن له امریکا سره پر مقابلې او له حماس څخه پر ملاتړ ټینګار کړی
یمني چارواکو په منځني ختیځ کې له امریکا او شریکانو سره پر مقابلې او له حماس سره د حوثیانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. له بلې خوا سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا له خپلو شریکانو سره د بندیانو د خوشي کولو او په سیمه کې د کړکېچ د هواري لپاره ...
Read More »