د هند او انګلستان ترمنځ د شل اورېزه لوبلړۍ درېیمه لوبه په راجستان لوبغالي کې ترسره شوه چې د انګلستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. لومړۍ توپوهنه د انګلستان لوبډلې ترسره کړه چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۷۹منډې وکړې. د هندستان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په ...
Read More »د افغانستان، ترکمنستان او یو ترکي شرکت ترمنځ لومړۍ ګډه غونډه په کابل کې وشوه
د ټاپ – ۵۰۰ پروژې د عملي چارو د پيل په موخه لومړۍ درې اړخېزه غونډه په کابل کې د ترکمنستاني استازو او یو ترکي شرکت په ګډون وشوه. د ټاپ-۵۰۰ پروژه د ترکمنستان برښنا په لوړ ولتاژ سره د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې پاکستان ته ...
Read More »ولې عمرزی د نړۍ غوره لوبغاړی شو؟
د کرېکټ نړیواله شورا (ای سي سي ) د ۲۰۲۴م کال د کرېکټ د پنځوس اوریزو سیالیو غوره لوبغاړی عظمت الله عمرزی اعلان کړ چې دې ګڼ شمېر افغانان ډېر خوښ او حیرانه کړل. ای سي سي پر خپله وېبپاڼه د دې خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي، د ...
Read More »اسراییلو دوه کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي
اسراییلي پولیسو او د کورني امنیت خدماتو ادارې (دوشنبې، سلواغې ۸مه) ویلي چې د دې هېواد دوه اتباع ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي. ویل کېږي چې د تورنو کسانو څخه یو یې د نظامي خدمت پر مهال د دې هېواد هوایي دفاع سیسټم په اړه محرم ...
Read More »د روغتیا وزارت څو تولیدي کارخونې وتړلې
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو له څو تولیدي کارخونو د لیدنې پرمهال څو کارخونې د قانوني شرایطو د نه پوره کولو له امله بندې کړي دي. د دې ادارې مسوولین وایي، په تیر یوه کال کې یې ۸۵۰ ټن غیري معیاري خوراکي توکي ...
Read More »نن به د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي
ټاکل شوې چې نن (دوشنبې، د سلواغې ۸ مه) به د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین پیل شي. «له پولیو څخه د پاک افغانستان» په نوم یو بنسټ یکشنبې په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا کمپاین به په کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، پکتیا، ...
Read More »پاکستان کې یوې جوړې د کرکټ په لوبغالي کې واده وکړ
د پاکستان او وېسټ انډیز ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه په ملتان لوبغالي کې روانه ده چې د لوبې په جریان کې یوه نادره پېښه ولیدل شوه. په ټولنیزو پاڼو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې پکې یوه جوړه د واده مراسم ترسره کوي. د کرېکټ په تاریخ کې ...
Read More »د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د څلورم فاز چارې بشپړېدو ته نږدې شوې
د هرات مسوولین وايي، د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز جوړولو چارې له ۸۰ سلنې زیاتې بشپړې شوې دي. د دوی په وینا، د دغه فاز چارې به تر راتلونکو پنځو میاشتو بشپړې شي. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي رسنیو ته ویلي: ...
Read More »امریکا لخوا پر مرستو بندیز د لسګونو «اېس ای وي» لرونکو افغانانو پروازونه ځنډولي
امریکایي چارواکي او د افغان کډوالو د ملاتړ یوې ادارې مسوولینو پرون شنبې رویترز ته ویلي، چې په بهرنیو مرستو باندې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د بندیز له امله د څه باندې ۴۰ زرو افغانانو پروازونه ځنډول شوي چې د کډوالۍ ځانګړو ویزو پروګرام ته منل ...
Read More »حماس نن د اسراییلو څلور ښځینه سرتیرې خوشې کوي
په هغو برمته شویو کې چې ټاکل شوې حماس به یې نن خوشې کړي، څلور ښځینه اسراییلي سرتېرې هم شاملې دي. د برمته شویو د کورنیو استازو د مدافع وکیلانو یوې ډلې پرون جمعه دا خبر ورکړی او حماس د دې برمته شویو نومونه هم پرون خپاره کړي دي. د ...
Read More »