نن (شنبه، د ثور اتمه) په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا له ۳۲ ام دیرشم کال سره برابره ده.په دې ورځ مجاهدین د بېلابېلو ګوندونو په ملاتړ بریالي شول چې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ کمونیستي حکومت نسکور او قدرت په خپل لاس کې واخلي. مجاهدینو په ۱۳۷۱ ...
Read More »له ایران او پاکستان څخه نږدې څلور زره افغان کډوال ایستل شوي
د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، له ایران او پاکستان څخه شاوخوا څلور زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دوه زره او ۵۲۲ افغان کډوال له ...
Read More »حماس: د اوربند وړاندیز ته به اسراییلو غبرګون وارزوو
حماس اعلان کړی چې د اوربند وروستي وړاندیز ته یې د اسراییلو وروستی ځواب ترلاسه کړی او له کتنې وروسته به خپل ځواب اعلان کړي. د حماس د سیاسي څانګې مرستیال خلیل الحیه په یوه بیان کې ویلي: “حماس د اسراییلو هغه رسمي ځواب ترلاسه کړی چې د اپریل په ...
Read More »د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې هره میاشت شپږ میلیونه کسان بشري مرستې ترلاسه کوي
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي چې هره میاشت شپږ میلیونه افغانان خوراکي توکي او نغدې پیسې ترلاسه کوي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې یادې مرستې د امریکا، جاپان، کاناډا، فنلنډ او سویډن په مالي مرسته برابرېږي. تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې ...
Read More »ارزګان کې د بارانونو او سېلابونو له امله یو شمېر ښوونځي ویجاړ شوي
د ارزګان مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله شاوخوا ۷۰ ښوونځي په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د ارزګان پوهنې رییس شمس الله کامران ویلي چې دا ښوونځي او مدرسې په مرکز او ولسوالیو کې ...
Read More »سره صلیب له افغانستان سره د مرستو زیاتيدو خبر ورکړی
د سره صلیب مشر، الکساندر میتیو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر سره د کتنې پر مهال ویلي، چې دوی د ا.ا له ټولو ادارو سره ښې اړیکې لري او هڅه کوي چې دا اړیکې لا پراخه کړي. الکساندر همداراز ویلي چې په جبري ډول له پاکستان څخه ...
Read More »رویټرز: امریکا په پټه کیف ته اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي
رویټرز خبرې اژانس ویلي چې امریکایي چارواکو منلې چې اوکراین د روسیې پر وړاندې له اوږده واټن ویشتونکو توغندیو ګټه اخیستل پيل کړي چې په پټه د امریکا له خوا ورکړل شوي و. دا وسلې د هغو ۳۰۰میلیون ډالري مرستو یوه برخه وه چې په مارچ کې د امریکا د ...
Read More »څه باندې زر افغان کډوال له پاکستان څخه واېستل شول
د ا.ا کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، په یوه ورځ کې تر زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه په «زور» اېستل شوي او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې پرون (سه شنبه، د ۴ ثور) له پاکستان څخه ...
Read More »دافغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره لوبه لري
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه د اسیا په اتلولۍ سیالیو کې له تاجکستان سره مخ کېږي. دا لوبه به نن چهارشنبه د ثور ۵مه د افغانستان پر وخت له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې په ټایلند کې پیل شي. که افغانستان د تاجکستان په وړاندې بریا خپله ...
Read More »ستندرد ادارې ایران ته د بېکیفیته تېلو ۶ ټانکر بېرته ورګرځولي
د ا.ا د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۶ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نيمروز بندر له لارې يې ۶ ټانکره بې کیفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره ...
Read More »