Home » Author Archives: Shakiba Naderi (page 2)

Author Archives: Shakiba Naderi

محمدصمیم نایب: «ځوانان د هېواد پانګه ده»

محمدصمیم، د کاردان پوهنتون د مدیریت او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ محصل او د یوه نړیوال سازمان کارمند دی. هغه وایي چې ځوانان د هېواد رښتینې پانګه ده او هغه کسان چې په تعلیمي برخه کې کار کوي، باید هڅه وکړي تر څو د هېواد تعلیمي سیسټم داسې ...

Read More »

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، د خصوصي سکتور په همکارۍ، د دې ولایت په ولسوالیو کې د وړیا روغتیايي کمپونو د جوړولو پروسه پیل کړې ده. د ځايي چارواکو په وینا، په دې کمپونو کې له دریو څخه تر پنځو زرو پورې ناروغان په وړیا توګه تداوي کېږي. د دې ...

Read More »

عادل شاه عابد: هدف لرونکې زده کړې د خدمت فرصت درکوي

ښاغلی عابدشاه عابد د کاردان پوهنتون محصل دی، نوموړی له زده کړو سره ډېره مینه لري او وایي چې زده کړې یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د ټولنې لپاره دي. د عابد په باور زده کړې د ژوند هغه مهمه وسیله ده چې نه یوازې فردي پرمختګ ته لاره ...

Read More »

تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګري زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څه باندې ۴۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه ویلي دي چې له دې جملې ۴۵ میلیونه ډالر ...

Read More »

ا.ا: په افغانستان کې ۱۸ میلیونه فعال سیم کارټونه بیا ثبت شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ټول افغانستان کې د لږ تر لږه ۱۸ میلیونه فعالو سیم کارټونو د بیا ثبتولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا پروسه په چټکۍ سره روانه ده. د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن شنبه، د مارچ ۱۵مه ( د ...

Read More »

ا.ا له عمان څخه په یاد هېواد کې د افغان بندیانو د بند سزا د کمولو غوښتنه کړې

د بهرنیو چارو وزیر د عمان له چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې برابرې کړي او په هېواد کې د افغان بندیانو د بند سزا کمه کړي.تر اوسه دا نه ده روښانه چې په عمان کې څومره افغانان بندیان دي. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په ...

Read More »

محمد تمیم نسیمي: «د ښې راتلوونکې لپاره، زده کړه غوره ټاکنه ده»

محمد تمیم نسیمي، چې د کاردان پوهنتون محصل او د قران کریم حافظ دی، زده کړه د ښې راتلونکې لپاره غوره ټاکنه ګڼي. له همدې امله، هغه د سوداګرۍ او ادارې په برخه کې زده کړې کوي، ترڅو په راتلوونکي کې د یو بریالي سوداګر کېدو لپاره اړین روزنه ترلاسه ...

Read More »

نیمروز کې د موټر د غلو یوه ډله ونیول شوه

د نیمروز سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې یې د وسله والو غلو یوه پیاوړې ډله نیولې ده. دا ډله په نیمروز او ګاونډیو ولایتونو کې او همدارنګه په لویو لارو کې د خلکو د موټرو په غلا کولو او بیا نورو ولایتونو او ان بهر ...

Read More »

فلسطیني چارواکي: د غزې بشري وضعیت په کړکېچن حال کې دی

فلسطیني چارواکي وايي، د اسراییلو له لوري غزې ته د توکو ننوتلو د مخنیوي له امله خوراکي توکي کم شوي او بشري وضعیت کړکېچن شوی دی. چارواکو خبرداری ورکړی، چې په غزه کې خلک د خوړو له کمښت، پاکو اوبو نشتوالي او روغتیايي مرستو ته د نه لاسرسي سره مخ ...

Read More »

سوریه کې د زرو کسانو له وژلو وروسته نظامي عملیات پای ته ورسید

د سوریې د نوي حکومت چارواکو (دوشنبې، د کب ۲۰مه) د مخکني ولسمشر بشارالاسد د پلویانو په خلاف د نظامي عملیاتو د پایته رسولو اعلان وکړ. د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د راپور له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د نښتو له پیل وروسته، د سوریې ...

Read More »