Home » سیمه او نړی » امریکا او عربستان د یمن پر جګړې خبرې وکړې
رویداد خبري آژانس

امریکا او عربستان د یمن پر جګړې خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د سیمه‌ییز امنیت، بشري حقونو او د یمن د جګړې په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بلېنکن د بشري حقونو د ښه کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو په شمول د متحده ایالاتو د نوي حکومت پر څو کلیدي لومړیتوبونو خبرې وکړې.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس بیا ویلي، فیصل بن فرحان خپل امریکايي ساري ته د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله، ویې‌ویل چې حکومت‌یې له واشنګټن سره همکارۍ ته سترګې په لار دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...