Home » افغانستان » د ترکي دولتونو سازمان په افغانستان کې پر سولې او ثبات ټینګار کړی
سوله ثبات

د ترکي دولتونو سازمان په افغانستان کې پر سولې او ثبات ټینګار کړی

د ترکي دولتونو سازمان د خپلې دیارلسمې سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او دوامدارې پراختیا لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان امنیتي وضعیت، سیاسي بدلونونه او بشري شرایط له نږدې څاري.

اعلامیه زیاتوي، چې د سازمان غړو هېوادونو هوکړه کړې، څو د ځانګړې کاري ډلې په ګډون، د شته میکانېزمونو له لارې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په دوو اوونیو کې نږدې ۹۵ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، ...