Home » سیمه او نړی » په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې
د تېلو بیې

په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې

د راپورونو له مخې، د امريکا او ايران ترمنځ د روانو ترينګلتياوو او د منځني ختيځ د تيلو د لېږد پر وړاندې د خنډونو له امله، د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيې لوړې شوې دي.
راپورونه زياتوي چې، د نړیوال بازار معیار برېنټ تېلو بیه د تېرې اوونۍ په پای کې ۰.۶۵ سلنه لوړه شوې او هر بېرل په ۹۴ ډالرو او ۳۹ سېنټو معامله شوی، چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې یې بیه شاوخوا ۶.۴ سلنه لوړه شوې ده.
په ورته وخت کې، د امریکا د «وېسټ ټکساس انټرمیډیټ» تېلو بیه هم ۰.۲۶ سلنه لوړه شوې او هر بېرل یې ۸۷ ډالرو او ۶ سېنټو ته رسېدلی دی.
د معلوماتو پر اساس، د امريکا شنونکو ويلي، چې د ایران د تېلو د صادراتو محدودېدل، د هرمز تنګي له لارې د ټانکرونو د تګ راتګ ګډوډېدل او د امریکا له لوري د ایران پر وړاندې د لا سخت فشار احتمال د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي؛ له همدې امله، د تېلو د نړیوالې عرضې د کمېدو وېره د تېلو د بیو د لوړېدو لامل شوې ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د کرمانشاه له لارې ترکیې او افغانستان ته د عراق د تېلو د رېل پټلۍ ټرانزیټ پیل شو

د فارس خبري اژانس د ...