د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، افغانستان او پاکستان د ایران او بهرنیو عناصرو ترمنځ د وروستیو شخړو پر مهال له تهران سره د خپلو پولو د امنیت په برخه کې همکاري کړې ده.
نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونو ژمنه کړې وه چې له خپلو خاورو څخه به د ایران پر وړاندې د ګواښونو د رامنځته کېدو مخه نیسي.
پزشکیان زیاته کړې چې افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، روسیه او عراق په دې برخه کې له ایران سره «رغنده» همکاري کړې ده. هغه ټینګار کړی چې د ایران لپاره د ختیځو او شمالي پولو امنیت د وروستیو سیمهییزو کړکېچونو پر مهال مهم و.
د ایران ولسمشر دغه راز ویلي، له اذربایجان سره هم د ورته امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې او تعامل دوام لري. د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تهران هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي امنیت او سیمهییزې همکارۍ کچه لوړه کړي.
پزشکیان
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس