Home » سیمه او نړی » پاکستان د ایران او امریکا د خبرو د بیا پیل هڅو ته زمینه برابروي
ایران او امریکا

پاکستان د ایران او امریکا د خبرو د بیا پیل هڅو ته زمینه برابروي

راپورونه وايي چې، پاکستان د ایران له لوړپوړو چارواکو غوښتي چې اسلام‌اباد ته سفر وکړي، څو د تهران او واشنګټن ترمنځ د درېدلو مستقیمو خبرو د بیا پیل لپاره پر ډیپلوماتیکو هڅو خبرې وکړي. دغه بلنه په داسې مهال شوې چې د سیمې امنیتي او سیاسي وضعیت د پام وړ بدلونونه تجربه کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ هڅې زیاتې شوې دي.
د معلوماتو پر اساس، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دوشنبې په ورځ له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرې کړې دي. په دې خبرو کې د سیمې او نړۍ پر وروستیو پرمختګونو، د اشغال شوې ختیځ بیت‌المقدس د وضعیت او د ګډو اندېښنو پر موضوعاتو بحث شوی دی. اسلام‌اباد وایي، د سیمه‌ییز ثبات او ډیپلوماسۍ ملاتړ ته ژمن دی.
راپورونه زياتوي چې، د پاکستان د ملي شورا رئیس ایاز صادق د ایران د پارلمان له رئیس محمدباقر قالیباف څخه هم غوښتي چې په لومړي مناسب فرصت کې پاکستان ته سفر وکړي.
بلخوا، انادولو خبري اژانس د یوه حکومتي سرچینې په حواله ویلي، تر اوسه د ایراني چارواکو د اسلام‌اباد د سفر دقیق مهالویش نه دی اعلان شوی، خو دواړه لوري د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو مسایلو په اړه د لا زیاتو سلا مشورو غوښتونکي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ناسا: د اګست په ۱۲مه به بشپړه لمرګرځېدنه رامنځته شي

ناسا اعلان کړی چې د ...