Home » سیمه او نړی » پر غزې د اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي
غزه

پر غزې د اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي

پر غزې تړانګې د اسراییلو د پرله‌پسې دویمې ورځې هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بریدونه د غزې ښار، دیرالبلح او خان‌یونس سیمو کې شوي، چې په وروستیو اوونیو کې یې د یوې ورځې تر ټولو لوړه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دغه بریدونه داسې مهال دوام لري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي و، د غزې د اوربند لپاره په خبرو کې پرمختګ شوی او حماس او نورې وسله‌والې ډلې د وسلو سپارلو ته چمتو شوې دي. خو تر اوسه د اوربند د عملي کېدو لپاره کومه وروستۍ هوکړه نه ده اعلان شوې.
د اسراییلو د انرژۍ وزیر ایلي کوهن ویلي، اسراییل غواړي حماس خپلې وسلې پرېږدي او بې‌وسلې شي. خو هغه باور نه لري چې حماس به دا کار ومني او عملي یې کړي.
د هغه په وینا، که حماس وسلې کېږدي او بې‌وسلې شي، نو د جګړې د درولو او د راتلونکو ګامونو لپاره به لاره هواره شي؛ خو که دا کار ونه کړي، اسراییل ګواښ کړی چې ښايي پر غزه خپل پوځي عملیات پراخ کړي او د سیمې د بشپړ کنټرول هڅه وکړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان له لارې د تاجکستان او ایران نوی سوداګریز دهلېز فعالېږي

تاجکستان، ایران او افغانستان د ...