Home » اقتصادی » ایران د ختیځ ـ لوېدیځ ترانزیټي دهلېز د پراختیا ستراتیژیک چوکاټ تصویب کړ
ایران

ایران د ختیځ ـ لوېدیځ ترانزیټي دهلېز د پراختیا ستراتیژیک چوکاټ تصویب کړ

د ایران د ملي ترانزیټ شورا، چې مشري یې د دغه هېواد لومړی مرستیال محمدرضا عارف کوي، د ختیځ ـ لوېدیځ ترانزیټي دهلېز د پراختیا لپاره ستراتیژیک چوکاټ تصویب کړی دی. په دې طرحه کې د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پروژه د دهلېز له مهمو برخو څخه بلل شوې ده.
عارف په یوه غونډه کې ویلي، چې د ترانسپورټي دهلېزونو د ظرفیت لوړول، د وچو بندرونو پراختیا، د شمالي بندرونو پیاوړتیا او د فارس خلیج له بندرونو څخه ښه ګټه اخیستل د سیمې په ترانزیټ کې د ایران د رول د پراخېدو لپاره مهم دي.
د ایران لومړي مرستیال د سیمې د روانو حالاتو په اړه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران تل د اسلامي امت د یووالي ملاتړ کړی دی.
هغه همداراز په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو پر شتون نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه اډې د کوربه هېوادونو لپاره د ناامنۍ او ستونزو لامل شوې دي.
په غونډه کې د ترانزیټ د اسانتیا لپاره یو شمېر پرېکړې هم وشوې، چې پکې د ګمرکي پروسو ساده کول، د مالونو د لېږد د بهیر چټکتیا، د خالي کانتینرونو د بېرته ستنولو اسانتیا، د سوېلي بندرونو له لارې د لومړنیو توکو انتقال او له ګاونډیو هېوادونو سره د ګډو پولو له لارې د ترانزیټ د زیاتولو چارې شاملې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ټرمپ: که جمهوري غوښتونکي مات شي، امریکا به د کډوالو له سترې څپې سره مخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ...