تاجکستان، ایران او افغانستان د نوي ترانسپورټي دهلېز پر جوړولو هوکړه کړې، چې موخه یې د سړک له لارې د سوداګریزو توکو لېږد اسانه کول او د درې واړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ترانزیټي اړیکې پیاوړې کول دي.
د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، دا هوکړه د مشهد په ښار کې د درې واړو هېوادونو د ترانسپورټي چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته لاسلیک شوې او د افغانستان له لارې به تاجکستان او ایران سره ونښلوي.
د هوکړې له مخې، ټاکل شوې د دې لارې لومړنی ازمایښتي بار وړونکی سفر په راتلونکې یوه میاشت کې ترسره شي، څو د ګمرکي چارو، سرحدي کنټرول، د ترانسپورټي ادارو ترمنځ همغږي او د دهلېز عملي وړتیا وارزول شي. همداراز د پروژې د پلي کېدو د څار او د احتمالي ستونزو د حل لپاره یو دایمي درېاړخیز کاري ګروپ هم جوړ شوی دی.
راپورونه وایي، د دې دهلېز په فعالېدو سره به د سرحدي بنسټيزو جوړښتونو د ښه کېدو، د بار وړونکو موټرو د انتظار د وخت د کمېدو، د اسنادو د بهیر د اسانتیا او د ترانسپورټي بیمې د پیاوړتیا لپاره د درې واړه هېوادونو ترمنځ ګډ اقدامات ترسره شي.
دا هوکړه داسې مهال کېږي، چې افغانستان هڅه کوي د سیمې د ترانزیټي او سوداګریزو دهلېزونو په مهم نښلوونکي هېواد بدل شي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم تېر کال نږدې ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی او دواړه هېوادونه غواړي دا کچه په راتلونکو کلونو کې ۵ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي. د تاجکستان–ایران–افغانستان نوی دهلېز هم د همدې سیمهییزو اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا یوه مهمه برخه بلل کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس