د بشري حقونو بنسټ رواداري په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې پورې د پاکستان د پوځ په هوايي او توغندیزو بریدونو کې د خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، کابل، نورستان، کندهار او هلمند ولایتونو لږ تر لږه ۱۱۸۷ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان یا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د دغو بریدونو له امله له ۲۹ زرو څخه زیاتې کورنۍ هم له خپلو سیمو بېځایه شوې دي.
د رواداري په وینا، د بریدونو له امله سلګونه استوګنیز کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، جوماتونه او نور عامه تاسیسات ویجاړ یا زیانمن شوي دي. راپور همداراز وایي، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په برید کې لږ تر لږه ۳۰۰ ناروغان او کارکوونکي وژل شوي، چې دغه بنسټ یې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې «جنګي جنایت» ګڼي.
راپور زیاتوي، د دغو بریدونو اغېزې یوازې تر مرګژوبلې او مالي زیانونو محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې د خلکو پر رواني، ټولنیز او اقتصادي وضعیت یې هم ژور اغېز کړی دی. د رواداري په وینا، د ماشومانو د زدهکړو ګډوډي، پراخه بېځایه کېدل، د خلکو دوامداره وېره او د بېوزلۍ زیاتوالی د دغو بریدونو له مهمو پایلو څخه دي. دغه بنسټ همداراز وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو د څار او مستندولو پر فعالیتونو محدودیتونو د پېښو د بشپړ ثبت او کره ارزونې مخه نیولې، او ښايي د مرګژوبلې او د نړیوال بشردوستانه قانون د سرغړونو اصلي کچه تر ثبت شویو شمېرو هم لوړه وي.
رواداري له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب، د نړیوال بشردوستانه قانون د احتمالي سرغړونو د خپلواکې څېړنې، د مسؤلو کسانو د حسابورکولو او د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره عملي او جدي اقدامات وکړي. راپور زياتوي چې د پاکستان د پوځ وروستي بریدونه د روان کال د چنګاښ په میاشت کې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ترسره شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
رواداري
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس