Home » سیمه او نړی » پېټ هېګست: امریکا نه غواړي د عراق او افغانستان په څېر جګړو کې ښکېل شي
پیټ هیګست

پېټ هېګست: امریکا نه غواړي د عراق او افغانستان په څېر جګړو کې ښکېل شي

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګست ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نه غواړي د عراق او افغانستان په څېر په اوږدمهالو او لګښتي جګړو کې ښکېل شي او د ایران په اړه به هم ورته تګلاره خپله کړي. هغه ویلي، د امریکا موخه د نوې جګړې پیل نه، بلکې د خپلو امنیتي ګټو ساتنه او د احتمالي ګواښونو مخنیوی دی.

هېګست زیاته کړې چې د واشنګټن تګلاره د ایران د نظام د بدلون پر ځای د دغه هېواد د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي پر محور ولاړه ده. د هغه په وینا، امریکا به اجازه ور نه کړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، ځکه دا به د امریکا، متحدانو او د منځني ختیځ د امنیت لپاره جدي ګواښ وي.

د دفاع وزیر ویلي، د «لومړی امریکا» (America First) سیاست له مخې به د امریکا ځواک یوازې هغه مهال وکارول شي چې د هېواد ملي امنیت او ستراتیژیکې ګټې له خطر سره مخ وي.

د یادونې ده چې دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام، بندیزونو او سیمه‌ییز امنیت په تړاو کړکېچ لا هم دوام لري. واشنګټن ټینګار کوي چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، خو تهران بیا وایي چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز اهداف لري او د وسلو د جوړولو نیت نه لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ؛ د بریدونو تازه څپه پیل شوه

د امریکا د پوځ مرکزي ...