د افغان ایوک (AfghanEvac) سازمان ویلي، د امریکا یوې فدرالي محکمې د دغه هېواد د حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې د افغانانو او د ۳۸ نورو هېوادونو د کډوالۍ اړوند دوسیو د ارزونې د بیا پیل په اړه د محکمې پخوانۍ پرېکړه د استیناف تر وروستۍ پرېکړې پورې وځنډول شي. د یاد سازمان په وینا، فدرالي قاضي جان جي. مککانل جونیر د حکومت غوښتنه ونه منله او پخوانۍ پرېکړه یې پر خپل ځای پرېښوده.
د افغان ایوک د خبرپاڼې له مخې، د محکمې د دې پرېکړې له امله د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) هغه څلور تګلارې لا هم باطلې دي چې د افغانستان په ګډون د ۳۹ هېوادونو د وګړو د ګرینکارټ، د کار جواز، پناه غوښتنې او تابعیت د غوښتنلیکونو ارزونه یې ځنډولې وه. د دغې پرېکړې له مخې، USCIS باید د قانون له مخې د دغو غوښتنلیکونو عادي ارزونه بېرته روانه وساتي.
افغان ایوک دا پرېکړه د زرګونو افغانانو لپاره مهم پرمختګ بللی، ځکه ډېری افغان کډوال او د بشري ویزو غوښتونکي د خپلو دوسیو د ځنډ له امله له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ وو.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د محکمې وروستۍ پرېکړه د استیناف تر وروستۍ پایلې پورې نافذه ده او د امریکا حکومت مکلف دی د کډوالۍ اړوند غوښتنلیکونه د نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس