د رسنیو فعال سید رضا الغرابي، په اېکس پاڼه لیکلي، هغه هېوادوته چې فلسطین په رسمیت پیژني شمېر یې ۱۴۶ هیوادونو ته رسیدلی دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
د رویټرز د راپور له مخې، دغو کارپوهانو او په فلسطین کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي خبریال په ګډون، د دغه هېواد په رسمیت پېژندنه په منځني ختیځ کې د سولې د تامین او تضمین لپاره یو مهم ګام بللی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې د فلسطین په رسمیت پیژندل به د فلسطینیانو د حقونو او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د مبارزې د تایید لپاره یو اقدام وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ اسپانیا، اېرلنډ او ناروې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.