Home » فرهنګی او ټولنیز » د ګاندي عينکې په ٣٤٠ زره ډالره وپلورل شوې
رویداد خبري آژانس

د ګاندي عينکې په ٣٤٠ زره ډالره وپلورل شوې

د هند د کانګريس ګوند بنسټګر او د هند د ازادۍ اتل مهاتما ګاندي عينکې په برېتانيه کې په ٣٤٠ زره امريکايي ډالرو وپلورل شوې.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، دا عينکې چې مهاتما ګاندي د څه وخت لپاره کارولې وې، په برېتانيه کې بولۍ ته وړاندې شوې، چې د نادرو شيانو جمع کوونکي يو امريکايي په څو دقيقو کې دننه په ٣٤٠ زره امريکايي ډالرو واخيستلې.

دا عينکې په برېتانيه کې د ايسټ بريسټل اکشنز په نوم د بولۍ يو مرکز ته د پوستې په مرسته لېږل شوې وې. د يادو عينکو څښتن د دې عينکو په اړه يو خط کې ليکلي و، چې که چېرته دا عينکې چا وانخيستې نو بيا يې وغورځوئ. ياد سړي ته د دې عينکو د اهميت په تړاو معلومات نه و.

د دغه بولۍ مرکز ته د عينکو سره په لېږل شوي خط کې ياد کس ليکلي و، چې دا عينکې مهاتما ګاندي د هغه تره ته د ١٩٢٠ او ١٩٣٠ کلونو کې د ډالۍ په توګه ورکړې وې، هغه مهال چې هغه د برېتانيې د پيټروليم په برخه کې دنده ترسره کوله.

دغه سړي د برېتانيې د بولۍ ياد مرکز ته ويلي دي، کله چې هغه ته دا معلومات وشو، چې دا عينکې په ٢٦٠ زره پاونډه (٣٤٠ زره امريکايي ډالره) پلورل شوې دي، نو نږدې وه چې د زړه دوره راباندې راشي.

دغه سړي ويلي دي، چې دا پېسې به له خپلې لور سره شريکې کړي او دواړه به يې په خپل منځ کې نيمايي کړي.

د يادولو وړ ده چې مهاتما ګاندي په افريقا کې څه موده تېره کړې وه، کله چې هغه له افريقا څخه هندوستان ته ستون شو، نو هلته يې بيا د عدم تشدد مبارزه پيل کړه او له انګرېزانو څخه يې غوښتنه وکړه چې هند ته دې خپلواکي ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...