Home » فرهنګی او ټولنیز » مصنوعي زیرکتیا؛ کويټ کې یوې رسنۍ مصنوعي ويانده پر کار ګمارلې

مصنوعي زیرکتیا؛ کويټ کې یوې رسنۍ مصنوعي ويانده پر کار ګمارلې

 کویټ نیوز په نوم رسنۍ داسې ویانده پر کار ګمارلې ده چې، انسانه نه‌ده او د مصنوعي هوښ په مرسته ویاندويي کوي. د کویټ دې رسنۍ دا خبریاله «فضه» نومولې.

د دې ویاندې سر لوڅ دی، ویښته یې ژیړرنګه دي او له څېرې د اروپایانو په څېر ښکارې.

کویټ نیوز پرون په خپل ټویټر کې د دې ویاندې یوه لنډه ویډیو خپره کړه چې په‌کې دا وایي، نوم یې فضه دی او لومړۍ ویانده ده چې په کویټ کې د مصنوعي هوښ په مرسته نطاقي کوي.

ياده ويانده خپلو لیدونکو ته وایي، دوی ته به هغه خبرونه ووایي چې خوښیږي یې.

تر دې وړاندې په هند کې هم یوې رسنۍ مصنوعي ویانده پر دنده ګمارلې وه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...